اسلام آباد کښې دافغانستان ډپټې هيډ آف مشن خارجه وزارت ته رابللے شوې او ورته احتجاجي مراسله ورکړې شويده
پاکستان د افغانستان عبورې حکومت نه بنو حمله کښې ککړ کسانو خلاف د سختې کاروائۍ مطالبه کړيده
د خارجه وزارت له لوري جاري شوې بيان کښې وئيلې شوي چې پاکستان اسلام آباد کښې د افغان سفارتخانې ډپټي هيډ آف مشن خارجه وزارت ته رابللې دې
افغان ډپټي هيډ آف مشن ته بنو کينټ حملې باندې سخت احتجاج ريکارډ کړې شوې دې
خارجه دفتر وئيلي چې حمله افغانستان کښې موجود حافظ ګل بهادر ګروپ کړيده
کالعدم ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ګروپ کوم چې د سلګونو پاکستانيانو په وژنه او دهشتګرد کاروايانو کښې ملوث دې،دوي بنوحملو لپاره افغان خاوره استعمال کړيده
اعلاميه کښې په افغان عبوري حکومت غږ شوې چې پاکستان کښې دهشتګرد کاروايانو کښې ملوث عناصرو پرضد دې سخته کاروائي اوکړې شي
خارجه دفترع وئيلي چې بنو حملې نه يو وارې بيا واضحه شوې چې افغانستان کښې موجود ترهه ګر تنظيمونه د پاکستان پشمول منطقې لپاره لويه خطره ده