ملتان کښې لوبيدلې دوئم ټيسټ کښې پاکستان د ميچ ګټې لپاره انګلينډ ته د دوه سوه اووه نوي رنز هدف ورکړې وو ،د کوم په تعاقب کښې چې د ميلمه ټيم ټول لوبغاړې يو سل څلورڅلويښت رنز باندې آؤټ شوي ،او دغه شان پاکستان په هوم ګراؤنډ درې کاله پس انګلينډ ته په يو سل دوه پنځوس رنز ماتې ورکړې ده ۔
انګلينډ ټيم دميچ په څلورمه ورځ د پاکستاني ټيم سپنرز باولرانو نعمان علي او ساجد خان مخې ته دشګو ديوال ثابت شويدې ، نعمان علي دوئم اننګز کښې اته او ساجد خان دوه وکټې په خپل نوم کړېدي ۔
دې نه وړاندې نعمان علي اولني اننګز کښې درې او ساجد خان اووه وکټې په خپل نوم کړې وې ، دوئم ټيسټ ميچ کښې د پاکستان دغه دوه سپنر باولرانو د انګلينډ ټول لوبغاړي آؤټ کړېدي ۔
انګلينډ طرف نه دوئم اننګز کښې کپتان بين سټوکس اووه ديرش،بريډن کرس اووه ويشت،اولي پوپ دوه ويشت او جو روټ اتلس رنز باندې آؤټ شوي وو۔
پاکستان خپل اولني اننګز کښې درې سوه شپږ شپيته رنز جوړ کړي وو،دکوم جواب کښې چې انګلينډ خپل وړومبي اننګز کښې په دوه سوه يو نوي رنز آؤټ شوې وو او دغه شان پاکستان ته اولني اننګز کښې د پنځه اوويا رنز برتري ترلاسه شوې وه ۔
پاکستان لخوا کامران غلام خپل اولني ټيسټ ميچ په اولني اننګز کښې شاندار يوسل اتلس رنز جوړ کړې وو،صائم ايوب اووه اوويا رنز باندې آؤټ شوې وو۔
پاکستان دوئم اننګز کښې په دوه سوه يويشت رنز آؤټ شوې وو او دغه شان انګلينډ ته ئې د ميچ ګټې لپاره د دوه سوه اووه نوي رنز هدف ورکړې وو، د کوم جواب کښې چې انګلينډ يو سل څلور څلويښت رنز باندې آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔
ميچ کښې شاندار نهه وکټې او دوه ويشت رنز جوړولو باندې ساجد خان ته د بهترين لوبغاړي انعام ورکړې شوې دې ۔
دې نه وړاندې ملتان کښې شوې اولنې ټيسټ ميچ انګلينډ ګټلې وو او دوئم ټيسټ ميچ پاکستان اوګټلو چې ورسره دواړو ټيمونو ترمينځ د درې ميچونو سيريز يو،يو سره برابر شوې دې ۔
دپاکستان او انګلينډ ترمينځ به دريم او آخري ټيسټ پنډۍ کرکټ سټيډېم کښې څليريشتم اکتوبر نه شروع کيږي ۔