د پاکستان دفاع وزیر خبرو کې وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په ترڅ کې به د نویو پوځي عملیاتو یوې برخې په توګه پاکستان د افغانستان پر ضد هم هم بریدونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د هوايي بریدونو هدف هغه ډلې دي، چې پاکستان پرې په پر خپلو پوځیانو او ملکي خلکو د بریدونو تور پرې پورې کوي.
پاکستاني چارواکو له دې مخکې یوازې د روان کال مارچ میاشت کې منلې وه، چې ځواکونو یې په ګاونډي افغانستان کې هوايي برید کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا ډول بریدونه پر خپل ملي حاکمیت تېری بولي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د بي بي سي له اردو څانګې سره خبرو کې په دې هکله وویل: “دا سمه خبره ده، چې موږ په افغانستان کې عملیات کړي دي او موږ به بیا هم همداسې کوو. موږ به له کېک او کلچو سره د دوی خدمت نه کوو، که برید راباندې کېږي، ځوابي برید به کوو.”
نوموړي د دې هوايي بریدونو غیر قانوني حیثیت هم رد کړ او په وینا یې پاکستان د هغو بریدونو په هکله د طالبانو حکومت ته معلومات نه ورکوي، چې په پام کې یې وي.
هغه وايي: “دا به د غافل کولو عنصر له منځه یوسي،’ولې به موږ دوی ته وایو چې چمتو شئ، موږ در روان یو؟”
طالبان وايي، د پاکستان غبرګون “بې مسوولیته” دی او خبرداری ورکوي، چې له ډېورنډ کرښې بل پلو د پاکستان بریدونه به “عواقب” ولري.
له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیاتېږي. پاکستان تور پورې کوي، چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه لري.
ښاغلی اصف وايي “زموږ له غوښتنو سره سره چې باید دوی پر پاکستان د بریدونو لپاره ټي ټي پي ته اجازه ور نه کړي، افغانستان زړه نا زړه دی. “
پاکستان په دا وروستیو کې (د ټيکاو هوډ) په نامه نوي پوځي عملیات اعلان کړي دي، چې هدف یې د زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو او تاوتریخوالي مخنیوی کول دي. ویل کېږي، د دې اصلي هدف به هغه ډلې وي، چې پاکستان کې دننه فعالیت کوي.
معترضین او ان د پاکستان حکومت ځینې سرچینې په دې باور دي، چې نوي پوځي عملیات اصلاً د چین له لوري د فشار له زیاتېدو وروسته اعلان شوي، ځکه بیجینګ کې چارواکي د پاکستان مېشتو ۲۹ زره چینايي کارګرو امنیت ته اندېښمن دي.
د یادونې ده، چې له دې ډلې ۲۵۰۰ چینايي کارګر د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز پر پروژو کار کوي، چې د چین د یوې کړې یوې لارې نوښت پروګرام یوه برخه ده.
تېره مارچ میاشت کې د پاکستان شمال لوېدیځ کې یوه ځانمرګي بریدګر د هغو چینايي انجینرانو د موټرو له کاروان سره خپل له باروتو ډک ګاډی ټکر کړ، چې له اوبو د برېښنا جوړولو پر یوه پروژه یې کار کاوه او پنځه کسان یې ووژل.
پاکستاني پوځ مخکې تور پورې کړی و، چې دغه برید په ګاونډي افغانستان کې پلان شوی و او په خبره یې ځانمرګی بریدګر هم افغان و.
ښاغلي اصف دا خبره رد کړه، چې ګواکې پاکستان حکومت د چین له فشار وروسته پوځي عملیات پیلوي، خو دی وايي، دغه عملیات به پاکستان کې د چینايي پروژو او وګړو د امنیت په هکله اندېښنې له منځه یوسي.