عالمي کريډټ ريټنګ ايجنسۍ موډيز ريټنګز وئيلي چي د پاکستان بجټ د دعالمي مالياتي فنډ پروګرام لپاره سازګار دے ،موجوده بجټ کښي د شرح نمو هدف دري اعشاريه شپږ فيصد مقررکولو سره د آئي ايم ايف خوشحالولو کوشش شوي ،ولي د موډيز ريټنګز د مطابق په اوسني بجټ عوامي ردعمل راتلي شي، او دا عوامي تناؤ دحکومت لخوا اصلاحات لپاره پورته کړي شوي اقدامات متاثره کولي شي.
موډيز ريټنګز خبردارې ورکړي چي پاکستان کښي دبجټ روستو د زياتيدونکې مهنګائي په نتيجه کښي عوامي ردعمل د حکومت اصلاحاتي اقدامات متاثره کولي شي ، ، وائي چي دپاکستان راتلونکي مالي کال بجټ د آئي ايم ايف توسيع فنډ سهولت لپاره داسلام آباد سره جاري مزاکراتو حمايت کوي عالمي کريډټ ريټنګ ايجنسۍ دپاکستان په بجټ تبصره کښي وئيلي چي د حکومت زياتره آمدني د سود په ادائيګۍ خرچ کيږي، ولي موډيز ريټنګز د پاکستان اوسنې بجټ د آئي ايم ايف سره د قرض پروګرام لپاره جاري مزاکرات کښي مددګار ګرځولې
د موډيز ريټنګز مطابق موجوده بجټ کښي د شرح نمو هدف دري اعشاريه شپږ فيصد مقرر کولو سره د آئي ايم ايم خوشالولو کوشش شوي او د بل دا چي د مالي استحکام لپاره ټيکسونوکښي په اضافي او شرځ نمو کښي انحصار کړے شي
عالمي کريډټ ريټنګ ايجنسۍ خپل يو رپورټ کښي وئيلي چي په اصلاحات قائم پاتي کيدل د بجټ اهداف ترلاسه کولو لپاره اهم دي ،ولي د مهنګائۍ لوجي سماجي تناؤ يو واري بيا رپورت کولي شي ،او دي سره په اصلاحاتي پروګرام هم اثر پريوتي شي