د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ اجلاس کښې د اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهوخطاب نه پاکستان د احتجاج په توګه واک آؤت کړېدې ۔
داسرائيلي وزيراعظم خطاب نه وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې پاکستاني وفد واک آؤت کړې او اجلاس نه بهر تلي دي ۔
دې دوران د فلسطين مرستيال نورو ملکونو وفود هم په خپل نشستونو اودريدلي ،احتجاج ئې کړې او بيا ئې اجلاس نه واک آؤټ کړېدې ۔
اسرائيلي وزيراعظم چې څنګه خطاب لپاره ډائس ته راغلو نو پاکستاني وفد اقوام متحده ته خپل احتجاج ريکارډ کړې او اجلاس نه ئې واک آؤت کړېدې ۔
ياده دې وي چې نيويارک کښې د متحده قامونو د جنرل اسمبلۍ اجلاس په دريمه ورځ هم د نړۍ يو شمير ملکونو فلسطين کښې د اسرائيلي ظلم مذمت کړيدې ۔
دوي په غزه کښې د اسرائيلي بمبارۍ او ظلمونه په فوري توګه اودرولو مطالبه کړې ده ۔