پاکستان د غوري ويپن سسټم کاميابه آزماينه کړې او ميزائل ئي لانچ کړېدې، آئي ايس پي آر مطابق د لانچنګ مقصد د آرمي سټريټجک فورسز کمانډ آپريشنل او تکنيکي تياريانو جاج اخستل وو.
آئي ايس پي آر ترمخه کمانډر اے ايس ايف سي د آرمي سټريټجک فورسز تربيت معيار او آپريشنل تياريانو ستائينه کړې او سائنسدانانو او انجينئرانو ته ئي مبارکي هم ورکړېده۔
آئي ايس پي آر مطابق د غوري ويپن سسټم کامياب آزمائينې باندې صدر مملک عارف علوي، نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ او عسکري قيادت هم سټريټجک فورسز ته مبارکي ورکړېده۔