اسلام آباد کښې د پارټۍ اهم اجلاس نه پس نورو مشرانو سره په شريکه خبري غونډې ته وينا کښې چيئرمين پي ټي آئي بيرسټر ګوهر وئيلي چې سپريم کورټ کښې د ايډهاک ججانو تعيناتۍ کښې بدنيتي شامله ده
بيرسټر ګوهر اووئيل چې د ايډهاک ججانو په معامله به سپريم جوډيشل کونسل کښې درخواست جمع کولې شي
په دې موقع خپله وينا کښې پي ټي آئي رهنما عمر ايوب وئيلي چې ايډهاک ججانو په معامله دې چيف جسټس زمونږ د کيسونو سماعت نه کوي
عمر ايوب زياته کړې چې په پي ټي آئي پابندي د ماشومانو لوبې نه دي، د چا پلار هم په پي ټي آئي بنديز نشي لګولې
سينيټر شبلي فراز هم ميډيا سره خبرې کړې او وئيلي دي چې پي ټي آئي باندې پابندۍ فيصلې سره حکومت آئين د پښو لاندې کول غواړي
پخواني سپيکر اسد قيصر اووئيل چې د ملک صورتحال دا مهال ډېر نازک دې، پاکستان د آئين نه بغير چلولو هڅې روانې دي