د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې پاکستان په تهران کښې د حماس سياسي مشر وژنې مذمت کوي
بيان کښې وئيلي شوي چې حماس ليډر په تهران کښې په داسې وخت کښې په نښه کړے شوې،کله چې د نوے منتخب صدر حلف بردارۍ دستورې روانې وي
ممتاز زهرا بلوچ وئيلي چې په دې دستوره کښې د پاکستان خارجه چارو وزير او نائب وزيراعظم اسحاق ډار هم ګډون کولو
بيان ترمخه پاکستان د ترهه ګرۍ هر قسم او شکل پشمول ماورائے عدالت او په نورو ملکونو کښې په غير قانوني توګه کاروائيانو مذمت کوي
ترجمانې دا هم وئيلي چې پاکستان د اسرائيل لخوا تازه جارحيت او مهم جوئي د منطقې امن لپاره خطره ګنړي
ممتاز زهرا بلوچ زياته کړې چې داسي قسمه کاروائيانې به ټوله سيمه تباهۍ او بدامنۍ سر مخ کړي