ترجمان دفترخارجه وئيلي دي چې پاکستان د کالعدم تحريک طالبانو سره مذاکراتو هيڅ اراده نۀ لري، او توقعو لري چې افغان حکام په افغانستان کښې دننه د ترهه ګرو پټو ټهکانو خلاف کاروائي اوکړي، او خپله خاوره د بل هيواد خلاف استعماليدو ته ورنکړي، دفتر خارجه وئيلي ديچي د ترهه ګرې په معامله د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تيرو څو مياشتو راهسې مذاکرات جاري دي، پاکستان څو وارې افغان حکومت د ترهه ګرې پۀ ستونزه د خپلو انديښنو نه خبر کړېدې، چې کوم افغانان دريم ملک ته ليږلي شوې،د هغوي شميره په زرګاؤ کښې ده
دفتر خارجه ترجمان بيان مطابق افغانستان يو خودمختار ملک دې،او پاکستان د دوي خودمختارې احترام کوي پاکستان توقعو لري چې طالبان حکام په افغانستان کښې قائم د ترهه ګرو پټو ټهکانو خلاف کاروائي
اوکړي، او خپله خاوره د بل هيواد خلاف استعماليدو ته ورنکړي
ترجماني وئيلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د دوئم شهريت هيڅ معاهده نيشته، چې کوم افغانان دريم هيواد ته ليږلي شوې، د هغوي شميره په زرګاؤ کښې ده
ترجمان واضحه کړې چې پاکستان د کالعدم تحريک طالبان سره د مذاکراتو هيڅ اراده نۀ لري، د تيرو څو مياشتو راهسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د ترهه ګرې په معامله مذاکرات جاري دي، د ترهه ګرې په اړه افغان چارواکي څو څو وارې خبر کړې شويدي
ترجمان مخکښې وائي چې د پاکستان او روس ترمينځ تعلقات مثبت اړخ ته روان دي، د شنګهائي تعاؤن تنظيم حاليه کانفرنس کښې د دوانړه هيوادونو اعلې قيادت ترمينځ ملاقاتونه هم شويدي
ترجمان دفترخارجه زياتوي چې د سيکيورټي په معامله د پاکستان او امريکې ترمينځ نږدې اړيکي دي، د دوانړه ملکونو ترمينځ اوسني فوځي مشقونه هم ددې سلسلې برخه ده