اسلام آباد: هفته وار پريس بريفنګ ته وينا په وخت د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې پاکستان په افغانستان کښې داعش ډله سپورټ کولو په حواله د افغان حکومت الزامات مسترد کړيدي ۔
د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان وئيلي دي چې طالبانو حکومت دې په پاکستان بے بنياده الزامات لګولو په ځائې په افغانستان کښې موجود د کالعدم تنظيمونو خلاف اقدامات وکړي ۔
د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې د افغان مهاجرينو انخلا په حواله حکومتي پاليسۍ کښې هيڅ قسمه بدلون نه دي راغلې،غيرقانوني افغانان به خپل ملک يا نورو ملکونو ته ډي پورټ کولې شي ۔
شفقت علي خان وائي چې پاکستان اوسه پورې افغان حکومت نه دي تسليم کړے دا فيصله به د نړي والې ورورلۍ او د حالاتو په تناظر کښې کوي ۔
د خارجه دفتر ترجمان وينا ترمخه افغانستان کښې موجود کالعدم تنظيمونه د پاکستان سيکيورټۍلپاره مسائل پيدا کوي،د ترهه ګرو دغه ټهکانې ختمول د افغان حکومت ذمه واري ده پاکستان به په دې حواله په دوي دباؤ اچوي ۔
افغانستان تسليمولو په حواله يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې افغانستان کښې د ناظم الامور مقررو کولو مطلب دا نه دے چې پاکستان د طالبانو حکومت تسليم کړېدے،په دې حواله به فيصله د حالاتو په تناظر کښې کوي ۔
د خارجه دفتر ترجمان زياته کړه چې د غيرقانوني افغانانو انخلا په حواله حکومتي پاليسۍ کښې هيڅ تبديلي نه ده راغلے،دغه غيرقانوني کډوال به خپل ملکونو ته ډي پورټ کولې شي ۔