اسلام آباد: په ايران د اسرائيلي فوج حملو باندې د وزيراعظم شهبازشريف او خارجه دفتر بيان مخې ته راغلې، بيان کښې د اسرائيل په ايران د حملو په سختو ټکو کښې غندنه شوې ده ۔
په ايران د اسرائيلي فوجي حملې په ردعمل کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې په ايران د اسرائيل حمله نه صرف د منطقې امن او استحکام لپاره خطره ده بلکه د آزادۍ اصولو او نړيوال قوانينو خلاف ورزي هم ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف په ايران د اسرئيلي حملو باندې تشويش اظهار کړې ،او وئيلي دي چې پاکستان د امن لپاره ايران پشمول ګاونډي ملکونو سره ولاړ دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف ټولو فريقينو ته اشتعال انګيزۍ نه ډډه کولو او د تحمل مظاهره کولو خواست هم کړېدې ۔
بلخوا د خارجه دفتر ترجمان ممتاز زهرا بلوچ خپل بيان کښې وئيلي چې ايران باندې د اسرائيل حملې د ايران د خپلواکۍ او د بين الاقوامي قوانين خلاف ورزي ده ۔
ترجمانې مخکښې وئيلي چې پاکستان ايران باندې د اسرائيلي حملو مذمت کوي او دا حمله د منطقې امن او سلامتيا لپاره خطره ده ۔