آئي ايس پي آر ترمخه پاکستان او انډونيشيا مشترکه مشق ايلنګ اسټرائيک نيشنل کاؤنټر ټريرازم سينټر پبو کښې تابيه کړې شوي وو ۔
مشق کښې پاک آرمي او انډونيشيا مسلح فوج برخه اخېستې وه، دواړو ملکونو ترمينځ د ترهه ګرۍ مخنيوي په شعبه کښې د دوئم مشق دې، دغه مشق اتم ستمبر نه شروع شوې وو ۔
آئي ايس پي آر وائي چې د مشق مقصد دواړو پوځ ترمينځ تجربه او تربيتي طريقه کار فائده مند اشتراک وو، دواړو ملکونو فوج ترمينځه مضبوط او برادرانه تعلقات دي ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې اختتامي دستورې کښې جنرل آفيسر کمانډنګ اوولسم ډويژن خصوصي ميلمه وو، د انډونيشيا دفاعي اتاشي کرنل بوډي ويرمين هم په دستورې کښې ګډون کړېدې ۔
فوجي دستو د مشق دوران پيشه ورانه مهارت اعلې ترين معيارات مظاهره کړېده ۔