پاکستان د امريکي ايوان نمائندګان قرارداد باندے سخت ردعمل ورکړيدے، خارجه وزارت قرارداد د امريکي پاکستاني جمهوري او انتخابي عمل نه بے خبرتيا ګرځولې ده او دغه قرارداد ئي د دوانړو ملکونو ترمينځه تعلقاتو کښې مثبت پرمختګ خلاف ګرځولې دے
د خارجه وزارت ترجماني ممتاز زهرا بلوچ لخوا جارې شوے بيان کښې وئيلې شويدے چې پاکستان د امريکائي ايوان نمائندګان لخوا پاس قرارداد نوټس اخستي او دغه قرارداد ئي د دوانړو ملکونو ترمينځه تعلقاتو کښې شوے مثبت پرمختګ برعکس ګام ګرځولي دے
بيان کښې وئيلې شويدے دې چې قرارداد د امريکائي نمائندګانو پاکستان کښې جمهوريت او انتخابابي عمل نه بے خبري ده، پاکستان د دنيا پينځم لوئي پارليماني جمهوري ملک دے او خپل قامي مفادو مطابق به خپل قانوني او جمهوري عمل جاري ساتي
بيان کښې زياته کړے شويده چې پاکستان په تعميري مزاکراتو او تعلقاتو يقين لرې، داسي قسم قراردادونو نه خو تعميرې دي او نه د دوه اړه خيزه تعلقاتو لپاره مفيد، بايد د امريکي ايوان نمائندګان مثبت تعلقاتو او تعميري پرمختګ لپاره خپل کردار اولوبوي