ورلډ بينک د روان کال لپاره د توانائۍ دشعبے د تقسيم کار اصلاحاتو په حواله خپل رپورټ جاري کړېېدې ۔
ورلډبنک په خپل رپورټ کښې وئيلي چې پاکستان د معاشي بحران څخه راوتے دے،معاشي ترقي ئې دوه نيم في صده ده،پاکستان کښي زرعي شعبے هم ترقي کړي،د ګرانۍ په شرح کښې کمے هم راغلې، ولې د ګردشي قرضے مسئله دومره غټه ده چې د توانائۍ په شعبه کښې ئې الټه ګراني راغلي ده ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې روان کال د پاکستان د خپل پيداور مجموعي شرح دوه اعشاريه اتۀ فيصده ده،ولې د پاکستان په اقتصادي ترقۍ کښې د ټولو غټ رکاؤټ د توانائۍ شعبه ده،پاکستان کښې د توانائۍ په پيداوار کښې د نوي دور ټيکنالوجي نه استعماليږي،د بجلۍ ترسيل او تقسيم په عمل کښې غټې خرابۍ دي ۔
رپورټ کښې دا هم وئيلې شوي چې پاکستان کښې مزدورکاره زنانه په ټوله ايشيا کښې تر ټولو کمي دي،چې يوه وجۀ ئې زنانوؤ ته مواقعو کمے دے ۔