پاکستان دريم ون ډے ميچ کښې هم زمبابوے ته شکست ورکړې،او سيريز ئې دوه، يو سره په خپل نوم کړېدې ،د پاکستان درې سوه څلور رنز هدف جواب کښې کوربه ټيم په دوه سوه څلور رنز آؤټ شوې،او پاکستان په نهه نوي رنز ميچ ګټلې دې ،شاندار سنچري جوړولو باندې کامران غلام د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
بلاوائيو کښې لوبيدلې دريم او فيصله کن ميچ کښې پاکستاني کپتان محمد رضوان ټاس ګټلو نه پس پخپله اول د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورونو کښې شپږ وکټو په زيان درې سوه درې رنز جوړ کړي چې پکښې ټولو نه زيات کامران غلام شاندار يو سل درې رنز باندې آؤټ شويدې ۔
عبدالله شفيق پنځوس، محمد رضوان اووه ديرش،صائم ايوب يو ديرش، سلمان علي آغا ديرش رنز باندې آؤټ شوي وو، او طيب طاهر په نهه ويشت رنز ناټ آؤټ پاتې شوې وو ،زمبابوے طرف نه سکندر رضا او رچرډ دوه ،دوه وکټې اخستې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د زمبابوے تول ټيم يو څلويښتم اوور کښې په دوه سوه څلور رنز آؤټ شوې او ميچ او سيريز ئې بيللې دې ۔
پاکستان طرف نه صائم ايوب، ابرار احمد،حارث رؤف او عامر جمال دوه، دوه وکټې په خپل نوم کړېدي ۔
ميچ کښې شاندار سنچري جوړولو باندې کامران غلام ته د بهترين لوبغاړي اعزا ورکړې شويدې۔
بلخوايو سل پنځه پنځوس رنز جوړولو او درې وکټې اخستو باندې صائم ايوب د سيريز غوره لوبغاړي ګرځولي شويدې ۔
د پاکستان او زمبابوے ترمينځ درې ميچونو باندې مشتمل ټي توينټي سيريز اولنې ميچ به په يکم دسمبر لوبيږي ۔