پاکستان کيميائي وسلو خلاف تنظيم او پي سي ډبليو ايګزيکټو بورډ رکن منتخب شوے،پاکستان نه علاوه نور نورلس ملکونه هم ايګزيکټو کونسل منتخب کړے شوي،ووټنګ کښې اته نوي ملکونو اراکينو تبديلۍ په حق کښې ووټ ورکړے، روس او پي سي ډبليو ايګزيکټو کونسل څخه ويستلے شوے دے.
د کيميائي وسلومخ نيوي تنظيم اجلاس هيګ کښې شوے،چې په هغې کښې ايشيا نه بنګلاديش،ايران،ملائشيا او پاکستان، دغه رنګه افريقې نه الجزائر،ګهانا،نائجيريا، جنوبي افريقي ايګزيکټو بورډ کښې شامل کړے شوي
دې نه علاوه مشرقي يورپ څخه ليتهوينيا، پولينډ او يوکرين،مغربي يورپ نه بيلجيم،ډنمارک،يونان،اسپين او نيوزي لينډ ايګزيکټو بورډ کښې شامل کړے شوي
لاطيني امريکه او کيربين خطې څخه چلي،ايکواډور او ګوئټے مالا هم ايګزيکټو کونسل رکن منتخب کړے شوي،ووټنګ کښې اته نوي ملکونو د اراکينو تبديلۍ په حق کښې ووټ ورکړے او اتو په مخالفت کښې ورکرے، يوويشت اراکين غيرحاضر وو.