اداره شماريات اسلام آباد کښې يوې دستورې دوران خپل اووم ډيجيټل مردم شمارۍ رپورټ جارى کړېدې
اداره شماريات اووم ډيجيټل مردم شمارۍ رپورټ کښې وئيلى چې د پاکستان آبادى څليريشت کروړه څوارلس لکه نوى زره ته رسيدلې ده،پاکستان آبادۍ لحاظ سره د نړۍ پنځم لوئې ملک جوړ شوې او د ملک د آبادۍ شرح د ټولو نه زياته ده
د اداره شماريات مشر ډاکتر نعيم ظفر وئيلي چې په وړومبى ځل رپورټ کښې د معذوره کسانو معلومات ورکړې شويدي
د پنجاب آبادي دولس کروړه شپږ اوويا لکه نهه زره او د سندهـ آبادي پنځه کروړه اووه پنځوس لکه ته رسېدلې ده
رپورټ مطابق د خېبرپښتونخوا آبادي څلور کروړه اته لکه شپږ زره ده
د ډاکتر نعيم ظفر وينا وه چې د کراچۍ آبادى دوه کروړه څلويښت لکه ،لاهور يو کروړ ديرش لکه ،پېښور اووه ديرش لکه او د کوئټې آبادي پنځه ويشت لکه ته رسيدلې ده
ډاکتر نعيم ظفر دا هم وئيلي چې په وړومبى ځل رپورټ کښې د معذوره کسانو په اړه هم معلومات ورکړې شويدي
د شمارياتو ادارې چيف وينا وه چې د ټولۍ آبادۍ درې اعشاريه لس فېصده آبادى په خصوصى کسانو مشتمله ده