ايډيليډ کښې لوبيدلې دوئم ون ډے ميچ کښې پاکستان ټاس ګټلې وو او کوربه ټيم آسټريليا ته ئې اول د بيټنګ دعوت ورکړې وو ۔
د آسټريليا ټول ټيم پنځه ديرش اوورونو کښې يو سل دري شپيتۀ رنز باندې آؤټ شوې، چې پکښې سټيو سمتهه ټولو نه زيات پنځه ديرش او ميتهيو شارټ نورلس رنز جوړ کړي وو ۔
پاکستان طرف نه حارث رؤف شاندار باؤلنګ کړې اوپنځه وکټې ئې اخستې وې ، شاهين شاهين شاه آفريدي درې او نسيم شاه او محمد حسنين يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
د آسټريليا د يو سل څلور شپيتۀ رنز هدف پاکستان يو وکټ په زيان اووه ويشتم اوور کښې آسانۍ سره مکمل کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
پاکستان طرف نه صائم ايوب دوه اتيا رنز باندې آوټ شوې، عبدالله شفيق دوه شپيتۀ او بابراعظم په پنځلس رنز ناټ آؤټ پاتې شويدي ۔
ميچ کښې شاندار باؤلنګ باندې حارث رؤف بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔ بلخوا کپتان او وکټ کيپر محمد رضوان ميچ کېښ شپږ کيچونه هم اخستي دي ۔
د پاکستان او آسټريليا ترمينځ د درې ميچونو سيريز يو، يو سره برابر شوې او دريم ميچ به اتوار په ورځ پرت سټيډيم کښې لوبيږي ۔