پاکستان او ايران ترمينځ کشيدګي کي د کمي آثار، دوانړو ملکونو خارجه وزارت چارواکو ترمينځ د مثبت پيغاماتو تبادله شويده، دوانړه فريقينو د حاليه واقعاتو لوجې پيدا شوي تاؤ تريخوالي باندې د افسوس اظهار کړې، او دوه اړخيزه مسائل د خبرواترود لارې حل کولو باندي ئې اتفاق کړې
ايډيشنل سيکرټري خارجه رحيم حيات قريشي د ايراني هم منصب د پيغام په جواب کي ويلي چي پاکستان او ايران ترمينځ برادرانه تعلقات دي، د مثبت خبرو اترو د لاري به د مسلو د حل په لور ځو، سيکرټري خارجه ويلي چي د ترهګري پشمول نور چيلنجز مقابلے لپاره کوششونه پکار دي، ايراني سيکرټري خارجه سيد رسول موسوي ويلي دې چې دوانړؤ ملکونو مشران په دي خبره پوهه دي چي د کشيدګۍ فائده به ترهګرو او دشمنانو ته رسي