پاک فوج چمن او کرمه کښې د افغان طالبانو حملې ناکامه کړيدي، جوابي کاروائيانو کښې د افغان طالبانو لږ تر لږه پنځوست جنګيالي وژلي شويدي، دې دوران د افغان طالبانو اتۀ چيک پوسټونه او شپږ ټينکونه تباه کړې شوي، پاک فوج چمن او کرمه کښې جهګړه د پاکستان له طرف نه شورو کولو الزامات او دعوې دروغ ګرځولي دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان ترمخه د بلوچستان په چمن علاقه او کرمه کښې د افغان طالبانو او د ترهه ګرو د حملو کوششونه ناکامه کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې سپين بولدک کښې هم په څلور مقاماتو حملې شوي، کومې چې ناکامه کړې شوي او افغان طالبانو ته بهرپور جواب ورکړې شويدې ۔
د پاک فوج موثره جوابي کارروائۍ دوران شل طالبان وژلي شويدي،په کرمه سيکټر هم د حملو کوشش ناکامه کړې شوي او جوابي کارروائۍ دوران شپږ ټينکونه او اته چوکۍ تباه کړي شوي او د ديرش پورې ترهه ګر او افغان طالبان وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر دوانړه سيمو کښې حالات اوس هم کړکيچن ګرځولي او د افغان طالبانو او نور ترهه ګرو لخوا د نورو حملو انديښنه ئې څرګند کړې ۔
آئي ايس پي آر په چمن او کرمه کښې جهګړه د پاکستان له طرف نه شورو کولو الزامات او دعوې دروغ ګرځولي دي ۔
د آئي ايس پي آر په بيان کښې وئيلي شويدي چې د طالبانو د حکومت د دروغو دعوې د معمولي حقائقو او جانچ پړتال په ذريعه غلط ثابتولې شو ۔
بيان کښې زياته کړي شويده چې پاک فوج د ملک د خپلواکۍ دفاع لپاره په مکمله توګه تيار دے پاکستان به د هر قسم جارحيت غاښ ماتې جواب ورکوي ۔