پاک فوج د افغانستان صوبه قندهار او سر ښار کابل کښې د ترهه ګرو په ټهکانو ټارکټډ کاروائي کړې، سيکيورټي ذرائع وائي چې قندهار کښې د افغان طالبانو بټالين هيډکوارټر نمبر څلورم په نښه کړې شوې، اتم بټالين او بارډر بريګيډ نمبر پينځم اهداف هم په نښه کړې شوي،اهداف د عامې آبادي نه لري وو ۔
سيکيورټي ذرائعو ترمخه پاک فوج د افغانستان صوبه قندهار او سر ښار کابل کښې د ترهه ګرو په ټهکانو ټارکټډ او کاميابه کاروائي کړې ده ۔
ذرائعو وئيلي چې ټول اهداف شهري آبادي نه لري منتخب کړې شوي وو او هغه کاميابې سره تباه کړې شويدي،کابل کښې د ترهه ګرو مرکز او مشران په نښه کړې شويدي ۔
سيکيورټي ذرائع زياتوي چې پاک فوج قندهار کښې د افغان طالبانو بټالين هيډکوارټر نمبر څلورم په نښه کړې دې، اتم بټالين او بارډر بريګيډ نمبر پينځم اهداف هم په نښه کړې شوي ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي دي چې پاک فوج د هر قسمه جارحيت خُله ماتې جواب ورکولو صلاحيت لري ۔