اسلام آباد کښې د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري سره د ملاقات نه پس شريکې خبري غوندې ته وينا پر مهال د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان اووئيل چې د آئيني ترميم په وړومبۍ مسوده باندې مونږ ته اعتراضات وو او مونږ بيخي مسترد کړي وه ولې د اوږد مشاورت او ملاقاتونو نه پس اوس مونږ ته په موجوده آئيني مسوده باندې څۀ اعتراض نشته ۔
د جے يو آئي امير اووئيل چې مونږ پوره يوه مياشت واخسته،د تحريک انصاف سره مو هم مسلسل مشورے روانې وې،دغه رنګې مونږ د حکومتي اتحاد سره هم مسلسل مذاکرات شوي ۔
مولانا فضل الرحمان مخکښې اووئيل چې هغه نکتے مو د ترميمي بل څخه لرې کړي په کومو باندې چې مونږ ته تحفظات وو، او زمونږ ټول تحفظات اوس ختم شوي دي ۔
مولانا وئيلي چې د تحريک انصاف وفد هم د صبا پورې وخت غوښتے دے،مونږ به هغوي ته تر صبا پورې صبر کوؤ او بيا به د ووټ ورکولو فيصله کوؤ۔
په دې موقع د پيپلز پارټۍ چيئرمين طمع ده مولانا فضل الرحمان به پي ټي آئي والا هم رضا کړي،غواړو چې په اتفاق رايئے سره قانون سازي اوشي ۔
بلاول بهټو زرداري دا هم اووئيل چې زما خواهش دے چي مولانا فضل الرحمان پخپله آئيني ترميمي بل په قومي اسمبلۍ کښې پيش کړي ۔