اسلام آباد: شنګهائي تعاون تنظيم کښې ګډون لپاره پاکستان ته راغلې د چين وزيراعظم لي چيانګ په درناوي کښې صدر مملکت آصف علي زرداري ظهرانه ورکړې ده ۔
دغه ظهرانه کښې نور اعلی چاوراکو او آرمي چيف جنرل عاصم منير ته هم د ګډون بلنه ورکړې شوې وه ۔
د ظهرانے په دغه دعوت کښې سينئر صحافيان هم موجود وو، صحافيانو د آرمي چيف نه پښتنه کړې چې اسلام آباد کښې شنګهائي تعاون تنظيم سرمشريزه غونډې په اړۀ تاسو څه وائې؟
آرمي چيف جنرل عاص منير صحافيانو ته په جواب کښې وئيلي چې زمونږ ايجنډا صرف پاکستان دې ۔
آرمي چيف دا هم اووئيل چې مونږ د پاکستان خوشحالي ،کاميابي او ترقي غواړو ۔