د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اجلاس دوران صوبه کښې بدامنۍ باندې د اپوزيشن جماعتونو په صوبائي حکومت سخت ټکونه کړي، د صوبې په امن وامان او بلدياتي نمائندګانو حقونو په حواله قرارداد پيش کړې شوې، په دغه قرارداد کښې موقف خپل کړې شوې چې بلدياتي نمائندګانو ته دې د آئين آرټيکل يو سل څلويښت ترمخه بنيادي حقوق ورکړې شي ۔
پيښور: د صوبائي اسمبلۍ غونډې ته احمد کنډي اووئيل چې خېبر پښتونخوا کښې د امن وامان صورتحال د تسلۍ وړ نۀ دې نو بلخوا خېبر پښتونخوا کښې ټولې ترقياتي منصوبې د نيشت برابر دي ۔
ايوان کښې د زنانؤ غړو وينا وه چې زنانو ته دې په سرکاري محکمو کښې بهرتيانو کښې اسانۍ ورکړې شي او زنانؤ لپاره دې خاص کوټه مختص کړې شي ۔
اپوزيشن او حکومتي غړو صوبه کښې امن وامان ګډ وډ صورتحال د افسوس اظهار اوکړو،اسمبلۍ غونډه کښې د پوليس شهدا لپاره دعا اوغوښتې شوه ۔
اسما عالم جنوبي وزيرستان کښې د ترقياتي منصوبو او بيا په خاصه توګه د سړکونو په ګډ وډ صورتحال د افسوس اظهار اوکړو او وي وئيل چې جنوبي وزيرستان په تير وختونو کښې د ترهه ګرۍ لوجې وروستو پاتې شوې ،پکار دا ده چې حکومت جنوبي وزيرستان کښې د ترقياتي منصوبو جال خور کړي ۔
د صوبائي اسمبلۍ غړو باجوړ کښې په بدامنۍ هم سخت تنقيد کړې او وې وئيل چې حکومت دې بدامنۍ مخنيوي لپاره او بيا په خاص توګه صوبه کښې روانې ترقياتي منصوبو لپاره خپله پاليسي بدله کړي ۔
دوي اووئيل چې جنوبي وزيرستان په تير وختونو کښې وروستو پاتې شوې، پکار ده چې د صوبې ترقۍ او خوشحالۍ لپاره عملي اقدامات اوکړې شي ۔

