آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې په پينځه ويشتم او شپږ ويشتم دسمبر د خېبر پښتونخوا درې ضلعو کښې ترهه ګرو خلاف کاروائيانې شوي دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې دغه کاروائيانې په خفيه اطلاع شوي، چې پکښې ديارلس ترهه ګر وژلې شوي، او د ترهه ګرو سره انښته کښې يو ميجر ادريس هم شهيد شويدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلې چې د فورسز وړومبۍ کاروائي بنو علاقه کښې شوې چې پکپښې دوه ترهه ګر وژلې شوېدي ۔
دوئمه کاروائي شمالي وزيرستان کښې شوې ، او دې کاروائۍ دوران د ډزو سخته تبادله هم شوې ده ، ډزو
تبادله کښې د پاک فوج افسر ميجر محمد اويس شهيد شوېدې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې شمالي وزيرستان کښې پينځه ترهه ګر وژلې شوې او اتۀ ژوبل شوې دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق سيکيورټي فورسز جنوبي وزيرستان کښې هم د يو کاروائي دوران شپږ ترهه ګر وژلي شوي او اته نور ژوبل شويدي ۔