آئي ايس پي آر وئيلي چې سيکيورټي فورسز شمالي وزيرستان کښې د ترهه ګرو په موجودګې آپريشن کړې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې د رزمک سيمه کښې شوې دغه آپريشن دوران درې ترهه ګر وژلي شوي او يو ژوبل شوېدې ۔
وژل شوي ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود برآمد شويدي ۔
وژلي شوي ترهه ګر سيکيورټي فورسز باندې حملو او عام خلقو په ټارکټ کلنګ کښې ککړ وو ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې په سيمه کښې د نورو ترهه ګرو خلاف کليئرنس آپريشن روان دې ۔
آئي ايس پي آر ترمخه سيکيورټي فورسز د ملک نه ترهه ګرې لعنت ختمولو لپاره پرعزم دي ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې زمونږ د بهادر ځوانانو داسې قربانې زمونږ عزم نور مضبوطوي ۔