خېبر پښتونخوا کښې د روان کال اولنې دوه مياشتو جنورۍ او فرورۍ دوران د ترهه ګرۍ يو سل پينځه اتيا پيښې رامخې ته شوې دي ، رپورټ مطابق دغه دوه مياشتو کښې په صوبه کښې د ترهه ګرۍ پيښې نورې سيوا شويدي ۔
پيښور: رپورټ کښې وئيلي شوي چې خېبر پښتونخوا کښې د روان کال اولنې دوه مياشتو ښې د ترهه ګرۍ او نورو جرمونو پيښو کښې اضافه شويده ۔
رپورټ ترمخه صرف دوه مياشتو کښې د ډزو يو نوي او آئي اي ډي چاودنو شل پيښې رامخې ته شوي ، درې هينډګرينيډ ، د ټارګټ کلنګ دوه او ماټر ګولې ډزيډو يو څلويښت پيښې رامخې ته شوي دي ۔
رپورټ مطابق دې دوران دوه ميزائل، پينځه راکټ غورځيدو او درې مائن چاؤدنو پيښې هم رامخې ته شوي ،د صوبائي حکومت رپورټ ترمخه صرف دوه مياشتو کښې د بدامنۍ تر ټولو زيات شپيته پيښې رامخې ته شوي ۔
رپروټ کېښ وئيلي شوي چې باجوړ کښې څلور ديرش او خېبر کښې څليريشت پيښې رامخې ته شوي، صرف دوه مياشتو کښې مختلفو واقعو کښې سل نه سيوا پوليس اهلکاران ، عام خلق شهيدان شوي او ژوبل شويدي ۔

