لوئر کرمه کښې د ډزو واقعاتو په دوئمه ورځ هم د سيمې فضا غمژنه ده، پحق رسيدلي کسانو کښې زياتره خپلو آبائي سيمو کښې خاورو ته سپارلې شوېدي ۔
د پيښې خلاف قبائيلي مشرانو د پاړا چنار په ايف سي چوک کښې دهرنا ورکړېده،د پيښې په سوګ کښې ټول بازارونه او تعليمي ادارے بند دي ۔
په لويه شميره کښې مشران او خلق احتجاج کښي شامل دي ، دهرنا کښې د راتلونکي تګ لارې اعلان کولو امکان هم دې ۔
تيره ورځ شوې د ډزو پيښۀ کښې پنځوس پورې بے ګناه کسان پحق رسيدلي وو او پينځه ديرش تنان ژوبل دي ، د کومو علاج چې عليزئي هسپتال ، ټل سي ايم ايچ او نورو علاقو هسپتالونو کښي روان دے ۔