لاهور: نيشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ کمپنۍ يعنې اين ټي ډي سي د خپل انټرپرائز ريسورس پلاننګ (اي آر پي) نظام يو اهم جز فنانس ماډيول کاميابۍ سره نفاذ کړې او خپل ډيجيټل انفارميشن په سفر کښې ئې يو اهم سنګ ميل عبور کړېدې ۔
دې کاميابۍ په حواله يوه دستوره د لاهور شاهين کمپليکس کښې واقع د اين ټي ډي سي دفتر کښې شوې چرته چې د انفارميشن ټيکنالوجي څانګې ټيم د فنانس ماډيول د لائيو نظام آغاز کړې ، کوم چې د کمپنۍ آپريشنز جديد جوړولو طرف ته يو اهم ګام دې ۔
ډپټي مينجنګ ډائريکټر (پي اينډ ډي) انجينئر قيصر خان او ډپټي مينجنګ ډائريکټر (اے ډي اينډ ايم) انجينئر رشيد اے بهټو په دې کاميابۍ باندې د انفارميشن ټيکنالوجې او فنانس ډائريکټوريټ ټيمونو ته اومبارکي ورکړېده ۔
دوي د دې ماډيول استعمال لپاره ټول ملک کښې د اين ټي ډي سي ملازمينو لپاره ويډيوز او مينولز پشمول د جامع تربيتي پروګرام تيارولو هدايت هم کړېدې ۔
دوي وئيلي چې نوې ماډيول سره به اين ټي ډي سي ته بغير د کاغذ ماحول طرف ته منتقلۍ کښې مرستې ميلاويږي ، او د کپمنۍ آپريشنل کارکردګۍ کښې به ورسره نوره هم بهتري راځي ۔
چيف فنانشل آفيسر وسيم سادات او چيف انفارميشن آفيسر خالد محمود خپل ټيمونه او ماډيول استعمالونکي ملازمينو سره په شريکه ،فنانس ماډيول او اے آر پي نفاذ موجوده صورتحال په اړه د اين ټي ډي سي مشران خبر کړېدي ۔
دستوره کښې د اين ټي ډي سي اهم افسران جنرل مينيجر (ايچ آر) انجينئر سهيل ممتاز باجوه، جنرل مينيجر (ميډيا اينډ پي آر) محمد ابراهيم ، ډي جي آئي ټي نيټ ورک عامر رشيد، ډي جي آئي ټي سافټ ويئر فاروق شوکت ،پراجيکټ مينيجر ذکا الله، فنکشنل مينيجر فنانسعاطف رياض او مينيجر فنانس تشبيه الحسن شرکت کړيدې ۔