مردان کښې کسان کنونشن ته د جے يو آئي امير مولانافضل الرحمان وئيلي دي چې شهبازشريف ملک ته ترقي ورکولو او وړاندې بوتلو کښې ناکامه شويدې ۔
د مولانا فضل الرحمان وينا وه چې شهبازشريف وئيلي وو چې ملکي معيشت دومره خراب شوې، چې راتلونکي حکومت به په خپلو خپو ولاړ نکړي ۔
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې شهبازشريف ملک چلولو کښې ناکامه شويدې، اوس به مقابله په ميدان او ايوان کښې کيږي ۔
هغه اووئيل چې شهبازشريف او آرمي چيف دې اووائي کنه چې د چين دورے په موقع ورته چيني قيادت دا نه وو وئيلي چې ستاسو په ملک کښې سياسي استحکام نشته،او نه د امن وامان صورتحال ټهيک دې ۔
مولانافضل الرحمان دا هم وئيلي چې وزيراعظم او آرمي چيف دي وومني چې د چين دوره ئې کاميابه نه وه ۔
د جے يو آئي امير دا هم وئيلي چې بهر ملکونو نه دومره غير ضروري غنم راغوښتې شوي وو چې ملک کښې د زميندارانو غنم کورونو کښې پاتې شو ۔