شمالي وزيرستان په يو کور کښي ددننه چاودنه شوي ، افسوسناکه پيښه کښې پنځه کسان پحق رسيدلي دي، پحق رسيدلي کسانو کښې درې زنانه او دوه ماشومان شامل دي ۔
پوليس وئيلي چې چاودنه ډيره زوروره وه او شپاړس کسان سخت ژوبل شوي هم دي، څوک چې د ميران شاه هسپتال ته رسولې شوي دي ۔
پوليس مطابق چاودنه ډيره زوره وره وه ، غږ ئې تر لرې لرې اوريدلې شوې ، چاودنې لوجې خوا شاه کورونو ودانو ته هم زيان رسيدلې دې ۔
پوليس زياته کړې چې د چاودنې د ځائې نه شواهد راټول کړې شوي ، وجوهات معلومولې شي او د پيښې نورې پلټنې هم جاري دي ۔