اسلام آباد کښي خبري کانفرنس ته د وينا پرمهال د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئيلي دي چې د معيشت ترقۍ لپاره به صوبو سره په شريکه کار کوؤ، صوبې دې خپله ذمه واري پوره کړي او ګراني دې قابو کړي ، آئي ايم ايف پيکيج يواځې د وفاق نه دې ۔
خزانې وزير اووئيل چې يو کال دوران د فائلرز تعداد نيم په نيمه سيوا شوې او ملک کښې د فائلرز مجموعي شميره دوه ديرش لکه ته رسيدلې ده، کومه چې ډيره ښه خبره دې، ولې دا شميره به نوره هم زياتولې شي ۔
محمد اورنګزيب مخکښې اووئيل چې سر کاري ادارو کښې اصلاحات کوو او په رائټ سائزنګ کار جاري دے ، دوه وزاراتونه ضم کولو باندې هم کار آخري مرحله کښې دې ۔
محمد اورنګزيب وينا وه چې د سمګلنګ مخنيوي لپاره ګامونه پورته کول جاري دي ، اصلاحات د ملک د معيشت لپاره ضروري دي ، د حکومتي کوششونو او ډسپلن لوجې د ملک معاشي اعشارئيې په مثبت لور روانې دي ۔