سرچينو ترمخه د پي ټي آئي جلسې لپاره د اجازت نامے منسوخۍ فيصله د کمشنر اسلام آباد په مشرۍ کښې شوې اجلاس کښې شويده ۔
ضلعي انتظاميې د پي ټي آئي صبانۍ جلسے لپاره جاري کړے شوې اين او سي منسوخ کړيده ۔
د اسلام آباد انتظاميې طرف نه جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د انټيلي جنس کميټۍ په رپورټ باندې اين او سي منسوخ کړيده ۔
اعلاميې ترمخه بل طرف ته د بنګله ديش ټيم هم په اسلام آباد کښې دے ،په دے وجه د سيکورټي سخت تحفظات رامخې ته دي ۔
د اسلام آباد چيف کمشنر دفتر نه د پي ټي آئي جلسې اجازت نامه منسوخ کولو نوټي فکيشن هم جاري کړې شويدې ۔
بلخوا د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي چې په دوه ویشتم اګست به په خپل مقرره مقام جلسه لازمي کوي ۔
وزیراعلیٰ وئيلي چې ټولې قانوني تقاضې پورا کړې شوي، او که بیا هم وفاقی حکومت څه رکاوټونه پیدا کړل، نو بیا به وفاقي حکومت د نتائجو په خپله ذمه وار وي ۔
علي امين ګنډاپور دا هم وئيلي چې پي ټي آئي يو سياسي قوت دې ،بائد دا سياسي قوت تسلیم کړې شي ۔
هغه دا هم وئيلي چې جلسې جلسونه کول د پي ټي آئي سیاسي حق دې،وفاقي حکومت دې رکاوټونه نه جوړوي ۔