مغربي افغانستان کښي بيا د زلزلي تيزي جهټکي محسوس شوي ، په ريکټر اسکيل د زلزلي شدت شپږ اعشاريه دري ريکارډ شوے ۔بلخوا تير خيالي په ورځ زلزلي د افغانستان هرات ولايت کښي تباهي خوره کړي وه ، د متحده قامونو امدادي اداره وائي چي دغي زلزله په وجه څلور سوه پينځه اتيا کسان بے درکه شوي ،په مجموعي توګه څلور زره نه سيوا خلقو ته مرګ ژوبله اوړيدلي.
د افغانستان مختلف علاقو کښي نن سحر بيا د زلزلي جهټکي محسوس شوي ، د زلزلي شدت په ريکټر اسکيل شپږ اعشاريه دري ريکارډ شوے ، او مرکز ئي د هرات ولايت نه اته ويشت کلوميټر لري ښودلے شوے ،زلزله پيما مرکز مطابق د زلزلي ژوروالے لس کلوميټره وو،
بلخوا د متحده قامونو ايجنسي خپل تازه رپورټ کښي وئيلي چي د زلزلي لوجي هرات ولايت کښي څلور سوي پينځه اتيا کسان بے درکه شوي چي پکښي يوسل يو نوي نارينه او دوه سوه څلور نوي زنانه شاملي دي
رپورټ تر مخه زلزله کښي ديارلس سوه کسان په حق رسيدلي ، په سلګونو ژوبل دي ، په متاثره سيمو کښي د ملبي نه د مړو روايستو هلي ځلي رواني دي ۔