د پخواني وزيراعظم نواز شريف ميډيکل رپورټ لاهور هائيکورټ کښې جمع کړے شوے،رپورټ وکيل امجد پرويز رجسټرار آفس کښې جمع کړے، رپورټ مطابق نواز شريف ته اوس هم د زړه رنځ شکايات دے۔
مسلم ليګ ن قائد او پخواني وزيراعظم نواز شريف ميډيکل رپورټ لاهور هائيکورټ کښې جمع کړے ،برطانوي رپورټ کښې وئيلے شوي چې نواز شريف مو کورونا لوجې پاکستان ته د تګ نه منع
کړے وو۔
رپورټ مطابق نواز شريف ته لندن او پاکستان کښې اوس هم د فالو اپ ضرورت دے۔
د نواز شريف معالج رپورټ کښې ليکلي دي چې مونږه د هغه اول اينټي اينجنل تهراپي بهترۍ لپاره علاج کړے،چې کله نواز شريف د مرض علامات سيوا شو نو مونږه بيا د هغه انجيو پلاسټي دوباره کولو فيصله اوکړه۔
رپورټ کښې دا هم وئيلے شوي چې د نواز شريف انجيوپلاسټي نومبر کال دوه زره دويشتم کښې شوې وه، دې دوران نواز شريف ته سټنټ هم اچولے شوي۔