د ځوي نه تنخواه نه اخيستو ئي زه د حکومت نه لرې کړم، مري کښي د پخواني وزيراعظم نوازشريف ورکرز کنونشن ته خطاب، وائي چې شپې ورځې مې محنت کړې او منصوبے مې سر ته رسولے، يولس زره ميګاواټ بجلې مې سسټم کښې شامله کړې.
د مسلم ليګ قايد نواز شريف مري کښې ورکرز کنونشن ته خطاب کړې، خطاب کښې قايد ن ليګ وئيلي چې ملک کښې د کوئلې لوئې ذخيرې دي، که استعمال مو نه کړې نو د دې کوئلې ذخائرو څه فائده، زمونږ په دور حکومت کښې په وړومبي ځل په کوئله کار شوې وو،
هغه زياته کړه چې ماته وئيلي شوي وو چې پينځه ارب روپے واخله او ايټمې دهماکې مه کوه، ولې هغې باجود هم ما دهماکې اوکړې، زما دور حکومت کښې په لس، لس روپے سبزيانې ميلاويدې، خلقو به په خوشحالې د بجلۍ بيلونه جمع کول، خو تير حکومت هر څه تباه کړل.