قامي اسمبلۍ د امريکي ايوان نمائندګان قرارداد خلاف قرارداد منظور کړے، ، قرارداد کښې وئيلي شوي چي پاکستان يو ازاد او خودمختار ملک دے، او خپل اندروني معاملات کښې به مداخلت برداشت نه کړي، امريکي خپل قرارداد کښې په اتمه فرورۍ پاکستان کښې شوي ټاکنومتعلق د پلټنو غوښتنه کړي وه، قامي اسمبلۍ کښې سني اتحاد کونسل د دغه قرارداد سخت مخالفت کړے او شديد نعرے ئي وهلي دي.
قومي اسمبلۍ کښې د امريکي ايوان نمائندګان قرارداد پرضد قرارداد پيش شوي وو، په کوم کښې چي وئيلي شوي وو چي پاکستان کښې اليکشن دوران کروړونو خلقو خپل ووټ اچولے، ولي د
امريکي قرارداد د حقائق خلاف دے،
د قرارداد متن مطابق پاکستان يو ازاد او خودمختار ملک دے، او خپل اندروني معاملات کښې به مداخلت برداشت نه کړي،قرارداد کښې دا هم وئيلي شوي چي د امريکي ايوان نمائندګان له غزه او مقبوضه کشمير کښې انساني حقوق خلاف ورزو باندي توجه ورکول پکار دي،
قامي اسمبلۍ د امريکي ايوان نمائندګان قرارداد خلاف قرارداد منظور کړے، ولي دي دوران سني اتحاد کونسل د قرارداد سخت مخالفت کړے او شديد نعره بازي ئي کړيده،
واضح دي وي چي د امريکي ايوان نمائندګان کښې قرارداد پاس شوي وو چي پکښې د اتمۍ فرورۍ ټاکني مشکوک ګرځولے شوي وي او د انتخاباتو متعلق تحقيقاتو مطالبه شوي وه