وزيرداخله محسن نقوي د آئي جي اسلام آباد او آئي جي پنجاب سره په شريکه په ډي چوک کښې ميډيا سره کړيدي ۔
وزيرداخله وئيلي چې د يوې صوبې وزيراعلیٰ په سرښار باندې دحملې کوشش کولو،کوم چې ناکام کړې شوې،ګنې په قافلو کښې داسې خلق وو د چاسره چې د وسلې شواهد ميلاؤ شويدي ۔
محسن نقوي اووئيل چې دے دوران يوسل شل افغانان هم نيولي شوي څوک چې په جلوس کښې شامل وو، د مظاهرچيانو په حملو کښې يو سل شپږ پوليس اهلکارن هم ژوبل شويدي، جامع رپورټ به ډير زر وزيراعظم ته پيش کولې شي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د مظاهرچيانو سره په نښتو کښې پينځه اوو يا د پنجاب پوليس اهلکار او دغه رنګې يوديرش اهلکار د اسلام اباد پوليس زخمي شوي چې پکښې د يو اهلکار د خطرے سره مخ دې ۔
وزيرداخله د يوسوال په جواب کښې اووئيل چې د شرخوښو سره څنګه مذاکرات اوکړو، مونږ خو ګنړله چې دا د يوسياسي جماعت احتجاج دے ولې وروستو راته معلومه شوه چې دوي خو سرکاري املاکو ته د نقصان رسولو لپاره راغلي وو،بلکه دوي خو غوښتل چې يو څو مړي پکښې هم اوشي ،خو شکر دې چې د دوي ارمانونه پورا نشول ۔
محسن نقوي زياته کړه چې پاکستان کښې په اول ځل پوليس اهلکاران احتجاج کښې شامل کړې شوي،پوليس پنځه سوه څلور شپيته مظاهرچيان نيولي شوي، چې پکښې د خېبرپښتونخو اپوليسو يوولس اهلکار او يو سل شل افغانان هم شامل دي ۔
دغه ټول اهلکاران د ډي چوک نه نيولي شوي او دوي ساده جامو کښې وو او مظاهرچيانو سره ئې په قانون نافذ کونکي اهلکارانو ځملې کولې، دې لړ کښې نورې پلټنې جاري دي او تفصيلي رپورټ به وزيراعظم ته وړاندې کولې شي ۔