مردان کښې د مبينه تشدد نه پس خواجه سراؤ د پار هوتي تهانړے مخې ته احتجاج کړې او پوليس خلاف ئې نعرے وهلې دي ۔
د خواجه سراؤ صوبائي صدر فرزانه خېبر نيوز سره خبرو کښې وئيلي چې تیره ورځ د دولس کسانو ګینګ مردان پارهوتي حدود کښې د خواجه سراؤ په محفل ورغلي وو ۔
دوي تور لګولې چې پوليسو د وهلو ټکولو سره سره د خواجه سراؤ نه پیسې ، کالي او قیمتي موبائلونه په زبردستۍ اخستي دي ۔
هغوي اووئيل چې بیا ورستو پارهوتي تهانړه کښې د رپورټ درج کولو په موقع ایس ایچ او سره د پولیس اهلکارانو هم خواجه سراؤ سره بد تمیزي کړېده ۔
ټرانس جینډر صوبائي صدر زیاته کړې که چرې د خواجه سراؤ سره د ظلم او زياتي لړۍ جاري اوستالې شوه نو د صوبې په سطح به احتجاجي تحریک شروع کولي شي