سرچينې وائي چې دوانړه ترهه ګر کمانډرانو ته د طالبانو عبوري حکومت افغانستان کښې د رهائش پرمټ، وسله او ګاډي بشمول يو شمير نور سهولتونه ورکړيدي ۔
سرچينو نه ترلاسه شوي معلوماتو مطابق افغان عبوري حکومت قائميدو وروستو افغانستان يو وارې بيا د عالمي ترهه ګرې مرکز جوړ شوې دې ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې د افغان حکومت سيوري لاندې کالعدم تنظيمونه د نړې او باالخصوص د منطقې امن ته خطرات لاحق دي ۔
سرچينې وائي چې د ګرفتار ترهه ګرو او ډيجيټل شواهدو په بنياد دا معلومه شوې چې پاکستان کښې ترهه ګرۍ لپاره شرخوښي د افغانستان خاوره استعمالوي ۔
د کالعدم ټي ټي پي سربراه نور ولي محسود او کمانډر مزاحم محسود ته افغانستان کښې رهائش لپاره پرمټ او د افغانستان سرکاري کارډ هم ورکړې شوې ۔
دغه رنګ دغه ترهه ګرو ته يو فيلډر ګاډې او دوه کلاشنکوفه ورکړې شويدي ۔
دفاعي ماهرين وائي چې افغان عبوري حکومت دغه ترهه ګرې بارډر سره نيزدې پوسټونو کښې ساتي، د ضرورت په وخت دوي پاکستان کښې ترهه ګرې لپاره داخل کړې شي ۔