پيښور کښې د جے يو آئي انټراپارټي انتخابات شوي چې پکښې مولانا فضل الرحمان راتلونکي پنځه کالو لپاره د جميعت علما اسلام نوې امير او مولانا عبدالغفور حيدري سيکريټري جنرل منتخب شويدي ۔
د جمعيت علما اسلام ترجمانا سلم ګوري خپل بيان کښې وئيلي چې مولانا فضل الرحمان اور مولانا عبدلاغفور حيدري بغير د مقابلې د پارټئ مشران منتخب شويدي ۔
د جے يو آئي امير منتخب کيدو نه پس پيښور کښې خبري غونډې ته خپله وينا کښې مولانا فضل الرحمان اووئيل چې موجوده پارليمان جعلي دې، او د دومره لوئې آئيني ترميم حقدار هم نۀ دې ۔ جعلي پارليمنټ نه تراميم پاس کول ډير زياتې دې،شخصياتو لپاره تراميم کول نه دي پکار ۔
د جے يو آئي امير اووئيل چې نۀ مرکز کښې د اولس حکومت دې او نۀ په صوبو کښې ،ټول جعلي حکومتونه دي، عدليه کښې اصلاحات راوستل ښه خبره ده، ولې د اولس په بنيادي حقونو پښې نۀ دي کيښؤدل پکاري، جے يو آئي، پيپلز پارټي او پي ټي آئي آئيني مسوده تياروي ،مونږ غواړم چې اتفاق رائے سره ترميم راوړې شي ۔
مولانا فضل الرحمان مخکښې اووئيل چې خيبرپښتونخوا دا وخت په اوور سوزي، کرم او نورو قبائلي علاقو کښې حالات مخکښي نه زيات خراب دي ، بائد په دې توجه ورکړې شي ۔
هغه اووئيل چې افغانستان سره مذاکراتو په اړه د علي امين ګنډاپور د بيان هيڅ اهميت نيشته، دا د ماشومانو خبرې نۀ دي، جلسې اودورل جمهوري عمل نۀ دې، پي ټي آئي پشمول ټول سياسي جماعتونو له د جلسو اجازت ورکول پکار دي ۔
مولانا فضل الرحمان بيروت کښې د حزب الله د سربراه د قتل مذمت کړې او وئيلي دي چې عرب ملکونو له په دې معامله ګور پکار دې ،دا جنګ به نور عرب ملکونه هم په مخه راخستې شي ۔