افغان کرکټ بورډ نه پس پخواني کپتان محمد نبي او وکټ کيپر رحمان الله ګربار هم آئي سي سي چيمپينز ټرافي دوه زره پنځه ويشتم لپاره پاکستان ته د راتلو تصديق کړيدې
دوي وئيلي چۀ مونږ به پاکستان کښې شيډول د آئي سي سي چيمپينز ټرافي کښې خپل ميچونه لوبوو
پخواني کپتان محمد نبي د کرکټ په مينه والو زور راوړے چې هغوي دې په سوشل ميډيا چليدونکي دروغو خبرونو يقين مۀ ساتي، په دغه افواه ګانو کښې هيڅ حقيقت نيشته
دې نه وړاندې په سوشل ميډيا داسې خبرونه خپاره شوي وو چې د بهارت په رنګ افغان ټيم هم د سيکيورټي انديښنو په وجه چيمپينز ټرافي دوه زره پنځه ويشتم کښې پاکستان ته نه راتلو فيصله کړيده