پيښور هائيکورټ کښې د بے درکه کسانو کيس سماعت چيف جسټس اشتياق ابراهيم کړېدے ۔
د عدالت په حکم وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور،ايډيشنل چيف سيکرټري او ايډوکيټ جنرل عدالت ته پيش شوي دي ۔
چيف جسټس اشتياق ابراهيم د وزيراعلیٰ نه د بے درکه کسانو متعلق دوه هفتو کښې جواب غوښتې دے ۔
عدالت ودانې نه بهر ميډيا سره خبرو پر مهال د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور وئيلي دي چې په غيرجموري طريقه اقتدار باندې قابض کسانود ملک آئين تباه کړېدے ۔
وزيراعلیٰ اووئيل چې جعلي حکومت د ذاتي مفاداتو لپاره قانون کښې ترميم کوي ۔
علي امين ګنډاپور مخکښې اووئيل چې پرامن احتجاجونه او جلسے کول زمونږ جمهوري حق دے ،لاټهي چارج ،د پوليسو ګولۍ چلول او د طاقت بے ځايه استعمال زمونږ لار نشي نيولې ۔
وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور اعلان کړې چې د پنجاب پشمول ټول ملک کښې به مونږ خپلې جلسے جاري ساتو ۔
علي امين ګنډاپور دا هم وئيلي چې زه وزيراعلیٰ يم او خپل وسائل بهرپور طريقې سره جاري ساتم ۔