د اے اين پي مشر مولانا خانزيب شهيد جنازه باجوړ ناوګئۍ کښې ادا شوې، جنازے مونځ کښې د اے اين پي مشر ميا افتخار حسين او نور سياسي ګوندونو مشرانو پشمول ځائي خلقو په زرګونو شميره کښې کډون کړېدې، د باجوړ فضا نن په دويمه ورځ هم غمژنه وه ۔
تيره ورځ باجوړ کښې ترهه ګرۍ پيښه کښې شهيد شوي مولانا خانزيب جنازے مونځ د هغه آبائي کلي ناوګئۍ کښې ادا شوې او بيا هغه خاورو ته سپارلې شويدې ۔
جنازې مونځ کښې د عوامي نيشنل پارټۍ مشرانو پشمول په زرګونو خلقو شرکت کړے وو، په سونو خلق د خېبرپښتونخوا نورو سيمو نه هم راغلي وو ۔
د مولانا خانزيب جنازے په موقع د هغه د بچو ژړا او فرياد ټول خلق په ژړا کړي، جنازې له راغلې هر تن غمزده او پريشان وو، د باجوړ پشمول ټول سيمي فضا غمژنه ده ۔
مقام خلقو وئيلي دي چې مولانا خانزيب يو دلاور، باکردار او عوام دوست شخصيت وو، د سيمې امن لپاره د هغۀ کردار د چا نه پټ نه دې ۔
بلخوا پوليس د پيښے رپورټ سنټرل پوليس آفس ته ليږلے، رپورټ مطابق په دوه موټر سائيکلو سواره پنځه کسانو ډزو کښې مولانا خانزيب سره د يو بل ملګري شهيد شوے او دري کسان ژوبل شويدي ۔