د وزير دفاع خواجه آصف سرحد پار ترهه ګرو خلاف کارروائي بيان باندي د مولانا فضل الرحمان ردعمل راغلے، مولانا وئيلي دي چي مونږ له د افغانستان سره تعلقات غوره جوړولو پکار دي، مزيد خرابول نه ، د وزير دفاع داسي بيان د دواړه ملکونو ترمينځه تعلقاتو کښې بهتري علامت نه دے، مونږ سره ډيري لاري دي،حکومت له د ښه تعلقات جوړولو طرف ته تلل پکار دي.
د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چي د وزيردفاع خواجه اصف بيان نه داسي لږي چي د حکومت سترګي پټي دي، که داسي جنګي تربيت په نتيجه کښې فيصلے کول وي، نو بيا به په خطه کښې څوک هم دپاکستان دوست ملک پاتي نه شي،
مولانا فضل الرحمان اووئيل چي د وزير دفاع بيان د دواړه ملکونو ترمينځه تعلقاتو کښې بهتري علامت نه دے،وائي چي مونږ له د افغانستان سره تعلقات غوره جوړولو پکار دي، نور خرابول نه ،پاکستان سره ډيري لاري دي، حکومت له د ښه تعلقات جوړولو طرف ته تلل پکار دي،
واضح دي وي چي وزيردفاع يو غير ملکي ټي وي ته انټرويو دوران وئيلي وو چي ترهه ګر د افغانستان خاوره پاکستان خلاف استعمالوي،کوم چي د بين الاقوامي قوانين خلاف ورزي ده، پاکستان د خپل سالميت لپاره د ترهه ګرو خلاف سرحد پار کاررواياني کولے شي،