د پاکستان تحريک انصاف رهنما او د قامى اسمبلې پخوانې سپيکر اسد قيصر وئيلى دى چې مولانا فضل الرحمان سره په ټيلى فون خبرې شوى او هغوى اسلام اباد کښې په احتجاج او د آئينى تراميمو په اړه مشاورت کړېدې ۔
دوى اووئيل چې مولانا فضل الرجمان د شنګهائى تعاون تنظيم کانفرنس لوجې په پنځلسم اکتوبر احتجاجى موخر کولو اپيل کړې او بانى پى ټى آئى ته طبى سهوليات ورکولو او هغوى ته د ذاتى معالج رسائى يقينى کولو مطالبه کړېده ۔
اسدقيصر مخکښې وئيلي چې مولانا فضل الرحمان سره په آئينى مسوده هم تفصيلى خبرې شوى او په دې موقع د جمعيت علماے اسلام تيار کړې آئينى مسوده وړاندې کړه چې پکښې اکثره نکات د دواړو سياسى پارټو کښې يووالې موجود دې ۔
هغۀ اووئيل چې په اوولسم اکتوبر به د دواړو پارټو ترمينځ غونډه کيږى چې پکښې به په آئينى مسوده نور غور کولې شى او بيا به ورته حتمى شکل ورکولې شى ۔
اسد قيصر اووئيل مولانا فضل الرحمان ته مې باور ورکړې چې ستاسو ټول تجاويز به پارټې ته وړاندې کوم او مشاورت نه پس به د پارټۍ فېصلې نه خبر کړم ۔