اسلام آباد: تفصيلاتو ترمخه بيګا د شپې ناوخته د آئيني تراميمو په معامله وزير اعظم شهباز شريف او د پيپلز پاراټۍ چيئرمين بلاول بهټو د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلي وو ، ملاقات کښې د آئيني تراميمو په اړه پيدا شوي تازه صورتحال خبرې شويدي۔
په دې موقع وزيراعظم او بلاول بهټو آئيني تراميمو په معامله د مولانا فضل الرحمان رضا کولو کوشش کړېدې ولې د درې واړوپارټو ترمينځ اتفاقنۀ دې شوې ۔
ذرائعو وئيلي چې وزير اعظم او بلاول خپل مشن کښې ناکامه شوي او آئيني تراميمو په اړه هيڅ څه پرمختګ نه دې شوې اوددوي ترمينځ ډيډ لاک برقرار دې ۔
دې اهم ملاقات کښې نائب وزير اعظم اسحاق ډار او د قانون وزير اعظم نذير تارړ پشمول د پيپلز پارټۍ نور مشران هم موجود وو ۔
بلخوا پي ټي آئي نه پس د جميعت علما اسلام پارليماني ممبران غائب کيدو او دهمکې خبرونه مخې ته راغلي،جے يو آئي سربراه مولانا فضل الرحمان وفاقي حکومت ته دهړکه ورکړې که چرې بدمعاشې کوي نو مونږ به هم بيا د بدمعاشۍ رويه خپله کړو ۔
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې بيا به درته آئيني تراميم کولو او حکومت چلولو ګران شې، جے يو آئي په پارليماني ممبرانو دباو او هراسا کولو هسي راوانې دې او پيسو آفر ورته هم کيږې ۔
د تحريک انصاف وفدسره ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو دوران د جے يو آئي امير مطالبه کړې چې د آئيني تراميم کمېټۍ کښې پاکستان بار کونسل، سپریم کورټ بار نمائندګان دې شامل کړې شي ۔
ملاقات کښې د پي ټي آئي وفد او مولانا فضل الرحمان د آئيني تراميم مسودې په اړه صلاح مشورې کړي، ملاقات کښې سلمان اکرم راجا، اسد قيصر، عمر ايوب، بيرسټر ګوهر، حامد خان او صاحبزاده حامد رضا شامل وو ۔
مولانا فضل الرحمان وئيلي چې مونږ د حکومت سره ناسته کړې وه او ائيني تراميم باندې مشاورت شوې وو، په ترميم اتفاق لپاره ټول اپوزيشن ګوندونه آن بورډ اغستل پکار دې ۔
مولانا فضل الرحمان جے يو آئي پارليماني غړو ته دهمکياني ورکولي کيږي، او پيسو لوئې لوئې آفرز ورکول کيږي ، که چري داسي سلوک کيږې نو مونږ به بيا د بدمعاشي رويه خپله کړو ۔