د شمالي وزیرستان ډسټرکټ ايجوکیشن افسر د ډیوټۍ نه مسلسل غیر حاضر 92 استادان د نوکرو نه لري کړيدی او د يو سل شپیته استادانو په تنخاګانو کې یې سالانه اضافه ودرولې ده
ډسټرکټ ايجوکیشن افسر مردانه دلاور خان وزیر خیبر نیوز ته ویلي چې ټول غیر حاضر استادان ډسټرکټ ايجوکیشن مانيټرنک اتهارټي رپورټ کړي او دا چې د ډپټي کمشنر منظور افریدي او پوځي چارواکو په وینا د هغوئ خلاف کارروائی په عمل کې راوستل شویده.
هغه زیاته کړی چې د ډیوټۍ نه مسلسل غیر حاضر دوه نوي استادان د نوکرو نه برخاست کړی شویدی. دلاوار خان وزیر مخکي ويلی چې د دری پنځوس استادانو په تنخاګانو کې دوه کاله او دغه شان د يؤ کم نوي استادانو په تنخاګانو کې د يو کال سالانه اضافه ودرول شوې ده. هغه دا هم ويلي چې د سکیل شپاړس او د دې نه زیات سکیل 26 استادانو خلاف کارروائی لپاره اعلی چارواکو ته لیکل شویدي.