آئي ايس پي آر په خپل بيان کښې وئيلي چې شمالي وزيرستان کښې ترهه ګرو خلاف آپريشن دوران شهيد ميجر محمد اويس جنازه ميران شاه کښې ادا شوېده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د ميجر اويس په جنازه کښې د پاک فوج افسرانو،ځوانانو،د شهيد لواحقينو او د علاقې مشرانو شرکت کړې وو ۔
د جنازې ورستو شهيد ميجر محمد اويس خپل پلارني سيمې نارووال کښې فوجي اعزاز سره خاورو ته سپارلې شوې دې ۔
تيره ورځ سکيورټي فورسز د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع د خېبر پښتونخوا درې ضلعو کښې کاروائي کړي وه ، کاروائۍ دوران ديارلس ترهه ګر وژلې شوي وو ،دا کاروائيانې بنو ، شمالي او جنوبي وزيرستان کښې شوې ، دي دوران د پاک فوج افسر ميجر اويس شهيد شوې وو ۔