واشنګټن: صدر ډونلډټرمپ اولنې خطاب کښې اووئيل چې امريکه به عظيم جوړوم،وائي چي نن د امريکې شهريانو دازادۍ ورځ ده ، اوس به امريکه ترقى کوى او زما په دور کښې به امريکه زما اولنې ترجيح وي ۔
ډونلډټرمپ اووئيل چې د امريکې شهريانو ازادۍ ورځ ده ، اوس به امريکه ترقى کوى او زما په دور کښې به امريکه زما اولنې ترجيح وي ۔
خپل خطاب کښې ډونلډټرمپ په پخوانې حکومتونو هم ټکونه اوکړل او زياته ئې کړه چې تير حکومت په داخلى مسئلو توجو نه وه ورکړې ولې په نړي کښې ګران بيعه مهمات شروع کړې وو ۔
امريکائى صدر د سياه پام او لاطينى امريکنيانو هم شکريه ادا کړه او زياته ئې کړه چې نن د مارټن لوتر کنګ ورځ ده او د دې مناسبت به زۀ د دې خلقو لپاره کار کوم ۔
ډونلډټرمپ اووئيل چې د امريکې جنوبى سرحدونو باندې د نيشنل ايمرجنسى اعلان کوم په تاريخى حکمنامې به دستخط کوم او زياته ئې کړه چې مونږ به په لکو نو غير قانونى تارکين او جرائم پېشه خلق واپس د هغوى ملکونو ته ليږو ۔
ډونلډټرمپ اووئيل چې زۀ به ټول حکومتى سنسرشپ ختمولو حکم جارى کوم او امريکه کښې به د اظهار رائے مکمل ازادى بحالوم